د وېسټ انډيز او د هند د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه دريم ټي ټونټي مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

كنګسټن 13 نومبر (اے پي پي) د وېسټ انډيز او د هند د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه دريم ټي ټونټي مېچ به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ په پرووېډنس كښې كېږي۔ د هند لوبډلې د وېسټ انډيز كوربه لوبډلې ته په وړومبو دواړو مېچونو كښې ماتې وركړې۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېرېز څلورم مېچ به د نومبر په 17مه او پنځم او وروستې مېچ به د نومبر 20مه نېټه كېږي