د وېسټ انډيز او افغانستان ترمېنځه دريم يو ورځنې نړيوال مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

لكهنوؤ 10 نومبر (اے پي پي) د وېسټ انډيز او افغانستان ترمېنځه دريم او وروستې يو ورځنې نړيوال مېچ به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په لكهنوو كښې كېږي۔ د وېسټ انډيز د كركټ لوبډلې د سېريز وړومبي دوه مېچونه ګټلي دي۔ د يو ورځنو مېچونو د سېريز نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه درې ټي ټونټي مېچونه هم كېږي۔ د سېريزو وړومبې مېچ به د نومبر په 17مه نېټه كېږي۔