د وزيرِاعظم عمران خان په مشرۍ كښې په هېواد كښې د سېلګرۍ ودې په اړه مهمه غونده

APP61-10 KARACHI: July 10 - Prime Minister Imran Khan addressing a press conference at Governor House. APP photo by Abbas Mehdi

اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) وزيرِاعظم عمران خان وئيلي دي د سېلګرۍ ودې سره به نه يوازې پاكستان كښې مېشته كسانو ته د سېلګرۍ معياري آسانۍ ترلاسه شي بلكې د ګردې نړۍ خلق به هم پاكستان پلو مخه وكړي او د سېلګرۍ سره اړوندې څانګې به وده ومومي٬ ځوانانو ته به د روزګار يو شمېر موقعې په لاس ورشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ هېواد كښې د سېلګرۍ ودې په اړه د غوندې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ٬ سيد ذوالفقار عباس بخاري او نور لوړ پورو هم ګډون وكړو۔ په غونډه كښې هېواد كښې د سېلګرۍ ودې لپاره د شوو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل نېشنل ټورارزم ستراتېژي كال 30-2020 جوړه كړې شوې ٬ د دې نه علاوه نېشنل ټورازم ايکشن پلان 25-2020 مرتب كړې شوې ٬ د سېلګرۍ ودې لپاره بېلا بېل يونټس لپاره نېشنل كېلنډر هم ترتيب كړې شوې ۔ وزيرِاعظم ته ووئيل شول په پي ټي ډي سي كښې د اصلاحاتو عمل پېل كړې شوې ٬ نوې وېب پاڼه جوړه كړې شوې او د آن لائن بكنګ نظام رائج كړې شوې ٬ دې سره سره د سېلګرۍ په اړه بېلا بېلو پرمختيائي منصوبو د منظورۍ عمل هم روان دے۔ په غونډه كښې پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې د سېلګرۍ ودې لپاره په بېلا بېلو اقداماتو هم تفصيلي غور وكړې شو۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل پاکستان كښې د سېلګرۍ زيات پوټېنشل موجود دے كوم چې پكار راوستلو ته اړتيا لري ٬ د سېلګرۍ ودې سره به نه يوازې پاكستان كښې مېشته كسانو ته د تفريح معياري آسانۍ ترلاسه شي بلكې د ګردې نړۍ خلق به هم پاكستان پلو مخه وكړي او د سېلګرۍ سره پېوست څانګې به هم وده ومومي۔ ده ووئېل ځوانانو ته به د روزګار يو شمېر موقعې په لاس ورش