د وزيراعظم عمران خان د اېف بي آي سينئر چارواكو سره ملاقات كښې خبرې

APP81-13 ISLAMABAD: November 13 - Prime Minister Imran Khan addressing the FBR officers at PM Office. APP

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) وزیرِاعظم عمران خان وئيلي دي هېواد كښې د بې وزلې خاتمې لپاره ضروري ده چې كاروباري عمل ګړندې وي٬ اولس دې ګټورې كاروباري هلې ځلې ترسره كړي ٬ د معاشي عمل ګړندې كېدو سره به د ملازمت موقعې راپېدا شي او خلق به د غربت نه خلاص شي ٬ د حکومت د معاشي اصلاحاتو په نتيجه كښې په معيشت كښې بهتري او استحكام راغلې٬ د هېواد د كرنټ اكاٶنټ زيان په كمېدو دے٬ د هېواد په برآمدات كښې زياتې او درآمداتو كښې كمې راغلې ٬ سټاك ماركيټ كښې پرله پسې ښه والې روان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د شورو په ورځ فېډرل بورډ آف ريونيو كښې سينئر چارواكو سره ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال د خزانې سلاحكار عبدالحفیظ شیخ، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد، اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستياله ډاکړر فردوس عاشق اعوان او د اېف بي آر سينئر چارواكي موجود وو۔ وزیرِاعظم عمران خان چارواكو سره د خبرو په مهال ووئيل دا اعجيبه خبره ده چې په يو داسې هېواد چرته چې اولس په صدقو ٬ خېراتونو او د خېرښګړې په كارونو كښې وړاندې وړاندې وي هلته د ټېكس جمع كولو شرح د ټولو نه كمه ده ۔ ده ووئيل په دې هېواد كښې ما د ټولو نه زياته پېسه راغونډه كړې ٬ شوکت خانم د نړۍ ھغه يوازنې روغتون دے چرته چې د كېنسر رنځ درملنه كېږي كوم چې ډېر ګران علاج دے ٬ هلته د 75 فيصده رنځورانو وياړ درملنه كېږي او دا ټوله پېسه د عطياتو د لارې راغونډېږي۔ ده ووئيل د شوکت خانم نه پس اولس نمل پوهنتون جوړ كړے چرته چې 90 فيصده بې وزله ماشومانو ته د نړيوال معيار وړيا تعليم وركولې كېږي٬ په دې مصنوبه كښې هم د پاكستان اولس زياته برخه اخستې ده او اوس د دې په پراختيا كښې هم برخه اخلي۔ ده ووئيل مونږ په كاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو لپاره اقدامات كړې چې په سوب ئې پاكستان كښې ايز آف ډوئنګ بزنس ریټنګ كښې د 28 پوائنټو بهتري راغلې چې اعتراف ئې نړيوال بانك او نورې نړيوالې ادارې هم كوي۔ ده ووئيل مونږ له هېواد بدلول دي٬ مونږ له بهر هېواد كښې د مېشته پاكستانيانو باور بحالول دي دغسې چې ھغوي هم د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې بشپړه برخه واخلي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل سي پېك منصوبې سره به د هېواد د معاشي پرمختګ نوې باب روښانه شي۔ ده ووئيل حکومت به د ټېكس نظام د بهترۍ په لړ كښې په وړاندې كړې شوو تجويزونو په سنجيدګۍ سره غور كوي او د ټېكس چارواكو تجربې څخه به استفاده كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د نن دې ملاقات مقصد د ټېكس په نظام كښې اصلاحات كولو له د ټېكس افسرانو نه وړاندېزونه اخستل دي۔ده ووئيل د هېواد معاشي پرمختګ له هم د كاروباري طبقې او اولس اعتماد بحالوو۔وزيراعظم ووئيل تر څو چې د اولس په ټېكس نظام اعتماد نه وي بحال شوې هېواد تر هغه وخت پرمختګ نه شي كولې۔وزيراعظم افسرانو ته ووئيل حكومت غواړي چې د ټېكس په نظام كښې چې كوم اصلاحات هم كوو په هغې كښې د اېف بي آر د افسرانو خوښه او وړاندېزونه شامل وي۔ده ووئيل حكومت د اېف بي آر د افسرانو د تجربو څخه استفاده غواړي۔د ټېكس په نظام او د تېرو حكومتونو د حكومتي خرڅونو او بې ضائع لګښت په سوب د اولس باور ځپلې كېدو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل اوسنې حكومت د دې خبرې ادراك لري چې د اولس د خوارۍ ګټه په بې ضائع خرڅونو او د حكومت په شاه خرڅونه اونه لګي نو د هغوي به دټېكس په نظام اعتماد زيات شي۔ده ووئيل حكومت چې وړومبۍ ورځې نه د كفايت شعارۍ كومه پالېسي خپله كړی پخوا مثال نه لري۔ده ووئيل په خرڅونو كښې كمې او د كفايت شعارۍ كمپائن ما د خپل ځان او دفتر نه پېل كړی۔ده ووئيل د وزيراعظم د دفتر خرڅونه تر 30 كروړو كم كړی شوي٬زه په خپل ذاتي كور كښې اوسېږم ځكه د وزيراعظم هاؤس خرڅ د نشت برابر دے۔ده ووئيل چې كله زما د ذاتي كور ګير چاپیره د امنيت د تقاضو ترمخه د خاردار تار لګولو خبره راغله نو ما پيسه د خزانې نه وانغسته٬د كور لاره خرابه وه د هغې رغونه هم د خزانې په ځاې ما د خپل جېب نه وكړه۔ده ووئيل وفاقي حكومت د كفايت شعارۍ كمپائن ترمخه د پخوا په مقابل كښې 45 اربه روپۍ كمه خرڅه كړی ٬پوځ خپل خرڅونه كم كړي او په بجټ كښې كمې كړې دې۔ده ووئيل مونږ د خپلې كابينې غړو بهر هېوادونو ته په غېر ضروري تللو بندېز لګولې دغسې چې د اولس د ټېكس جمع كولو پيسه خوندي وي۔ده ووئيل زمونږ د هېواد مسئله دا ده چې څوك اقتدار ته راغلې هغه سركاري وسائل او اولسي پيسه په خپل ذات خرڅ كول خپل حق ګڼلې٬ده په دې خبره افسوس ښكاره كړو چې پخوا د مري په ګورنر هاؤس په رنګ روغن 83 كروړه روپۍ خرڅ كړې شوي د دغې برعكس اوسني حكومت پريكړه كړې چې ټول ګورنر هاؤسسز او ريسټ هاؤسسز پكار راولۍ دغسې چې د دې ودانيو نه آمدن ترلاسه شي۔