د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د اسلام آباد په هائي كورټ كښې د عدالت سپكاوي په كېس كښې يو ځل بيا د غېر مشروط بخښنې خواست وكړو

APP69-21 LAHORE: October 21- Special Assistant to PM on Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan talking to media persons during press conference. APP photo by Mustafa Lashari

اسلام آباد 11 نومبر (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د اسلام آباد په هائي كورټ كښې د عدالت سپكاوي په كېس كښې يو ځل بيا د غېر مشروط بخښنې خواست وكړو او عدالت د ډاكټر فردوس عاشق اعوان او د وفاقي وزير غلام سرور خان په ضد د عدالت د سپكاوي د دائر كېسونو په يو ځائ د اورېدنې امر كولو سره اورېدنه د نومبر تر 14مه نېټه ځنډولې ده۔ د ګل په ورځ د اسلام آباد هائي كورټ ستر قاضي جسټس اطهر من الله د كېسونو اورېدنه وكړه۔ د وفاقي وزير غلام سرور خان په ضد د خواست اورېدنې په مهال خواست كوونكي په خپل دريځ كښې ووئيل چې وفاقي وزير د نواز شريف خوشې كېدل د ډيل برخه ګرځولې او تر اورېدنه لاندې په كېس ئې د اثر انداز كېدو هڅه كړې۔ ستر قاضي خاص مرستياله فردوس عاشق اعوان روسټرم ته راوبلله او وې وئيل چې يو وفاقي وزير د دروغو مېډيكل راپور وړاندې كولو څنګه وئيلې شي٬ حكومت د خپلې خوا د جوړ كړې شوي بورډ په اړه داسې خبرې كوي٬ آيا حكومت پخپله په ادارو د عدم اعتماد څرګندونه كوي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې دا حكومتي پاليسي نه ده۔ د وزير ذاتي رائې كېدے شي٬ معامله به د وزيراعظم په نوټس كښې راوستلې شي۔ ستر قاضي ريماركس وركولو سره ووئيل چې كله كېسونه تر اورېدنه لاندې وي او په دې خبره وكړې شي نو د دې اثر به په ټولو سائيلينو كېږي۔ حكومت ته په ادارو د اولس اعتماد بحال كول دي۔ عدالت د وفاقي وزير غلام سرور خان نه د نومبر تر 14مه نېټه ځواب طلب كړو او د ډاكټر فردوس عاشق اعوان د كېس اورېدنه ئې هم په دې ورځ د كولو هدايت وكړو۔ خاص مرستيالې د دواړونو نوټس بېلولو خواست كولو سره ووئيل چې د غلام سروخان بيان د هغه انفرادي فعل دے٬ د هغه كېس دې بېل وساتلې شي۔ جسټس اطهر من الله ريماركس وركړل فردوس عاشق