د هند د كركټ پخواني لوبغاړي نجوت سنګھـ سدهو د كرتارپور لارې پرانستې دستورې ته وېنا

كرتارپور 09 نومبر (اے پي پي) د هند د كركټ پخواني لوبغاړي نجوت سنګھـ سدهو وئيلي دي چې عمران خان نن د 14 كروړه سكهانو د زړه آواز جوړ شوے كوم چې يوازې د الله رضا لپاره دا اقدام كړے٬ سكھـ قوم د ده مننه كوي٬ سكھـ يو بهادر قوم دے٬ د عمران خان آواز جوړېدو سره به په ټوله نړۍ كښې د امن پېغام وركوي٬ عمران خان ما سره دوستي په ښه ډول ترسره كړے٬ د لارې پرانستلو زما خواست ئې نن عملي كړو٬ د سكهانو څلور نسلونه كرتارپور صاحب ته راتللو لپاره ترسېدلي دي خو نن ئې عمران خان خواهش پوره كړو٬ سكندر يرې سره نړۍ فتح كړې وه خو عمران خان محبت سره د ټولې نړۍ زړونه ګټلي دي٬ كه ستونزې غاړه وركولو سره حل كېدے شي نو په پولو د جنګ كولو ضرورت نشته۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د كرتارپور لارې پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ وزيراعظم عمران خان د دې لارې پرانسته وكړه۔ نجوت سدهو د پاكستاني حكومت د خاص مېلمه په توګه په دې دستوره كښې ګډون وكړو۔ د وزيراعظم عمران خان ملګري سدهو دستورې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې عمران خان نن د 14 كروړه سكهانو د زړه آواز جوړ شوے كوم چې يوازې د الله رضا لپاره دا اقدام كړے٬ سكھـ قوم د ده مننه كوي٬ سكھـ يو بهادر قوم دے٬ د عمران خان آواز جوړېدو سره به په ټوله نړۍ كښې د امن پېغام وركوي٬ عمران خان ما سره دوستي په ښه ډول ترسره كړے٬ د لارې پرانستلو زما خواست ئې نن عملي كړو٬ د سكهانو څلور نسلونه كرتارپور صاحب ته راتللو لپاره ترسېدلي دي خو نن ئې عمران خان خواهش پوره كړو٬ سكندر يرې سره نړۍ فتح كړې وه خو عمران خان محبت سره د ټولې نړۍ زړونه ګټلي دي٬ كه ستونزې غاړه وركولو سره حل كېدے شي نو په پولو د جنګ كولو ضرورت نشته۔ په دې موقع نجوت سدهو د ښائسته شاعرې د لارې د وزيراعظم عمران خان لخوا په سكھـ ټولنه په كړي احسان په بشپړه توګه ستائنه وكړه۔