د نيوزي لېنډ او انګلستان ترمېنځه پنځم او پرېكنده ټي 20 نړيوال مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

آكلېنډ 09 نومبر (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه پنځم او پرېكنده ټي 20 نړيوال مېچ به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ په آكلېنډ كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه سېريز دوه دوه مېچونه ګټلو سره برابر دے۔ په دې مېچ كښې د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سختې مقابلې توقع ده۔