د نيوزي لېنډ او انګلستان ترمېنځه وړومبنې ټېسټ مېچ په 21م نومبر پېل كېږي

وېلنګټن 18 نومبر (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او انګلستان ترمېنځه د دوه ټېسټ مېچونو په سيريز كښې وړومبنې ټېسټ مېچ په 21م نومبر ماٶنټ نانګينوئي كښې پېل كېږي۔ د دې نه وړاندې د انګلېنډ لوبډلې د پنځو ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښې د دوو په مقابل كښې درې مېچونه ګټلې ۔ د نيوزي لېند لوبډلې مشري به كېن وليمسن او انګلېنډ مشر به جو روټ كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه آخري ټېسټ مېچ به په په 29 نومبر هېملټن كښې كېږي