د نوي پاکستان هاٶسنګ پروګرام لپاره 17 لكه 50 زره نه زيات درخواستونه راغلي ۔ نادرا

اسلام آباد ۔ 12 نومبر (اے پي پي) د نوي پاکستان هاٶسنګ پروګرام لپاره 17 لكه 50 زره نه زيات درخواستونه راغلي دي او د رجسټرېشن په آخري نېټه كښې درې ورځې پاتې دي۔ د نادرا وياند وئيلي دي په رجسټرېشن كوٶنكو كښې 672 نرښځيان٬ يو لك 37 زره 859 د كچه آبادو وګړي ٬ د 25 زرو نه زياتې كونډې او 6080 طلاق شوې مېرمنې او دغسې د 4 لكه 83 زره 359 كسان خواري كښ شامل دي چا چې خپل كور ترلاسه كولو لپاره رجسټرېشن كړې۔ وياند ووئيل فارم به تر 15م نومبر كال 2019 ترلاسه كولې شي۔ د نادرا وياند ووئيل د دې پروګرام له مخې د ګرد هېواد ټولو سيمو څخه په لويه شمېره درخواستونه جمع شوې٬ د نوي پاكستان هاؤسنګ پروګرام پرانسته وزيراعظم عمران خان كړې او د وزيراعظم پاکستان وژن له مخې به بې وسه وګړو ته به خپل كور په آسانو قسطونو وركولې شي۔ وياند ووئيل نادرا ګرد هېواد كښې د اي سهولت فرنچائز نېټ ورك او د آن لائن وېب پاڼې د لارې د رجسټرېشن زمه وارۍ تر سره كوي۔ وياند ووئيل اورسيز پاكستانيان او د ارزان او په قسطونو د كور اخستو خوښي لرونكې د نادرا په وېب سائټ http://nphp.nadra.gov.pk د كوم اضافي فيس نه غېر هم خپل رجسټرېشن كولې شي۔ )