د موسمياتي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د مشرانو كنفرنس به د دسمبر په مياشت كښې كېږي

مېډرډ 03 نومبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د مشرانو كنفرنس به د دسمبر په مياشت كښې كېږي۔ د هسپانيه ﴿سپېن﴾ حكومت اعلان كړے چې دا كنفرنس به د دسمبر په مياشت كښې د دې هېواد په پلازمينه مېډرډ كښې كېږي۔ د دې څخه وړاندې چلي د دې كنفرنس كولو نه لاس په سر شوے و۔ دا كنفرنس به د دسمبر د 2مې نېټې نه د دسمبر تر 13مه نېټه كېږي۔