د كرتار پور راهدارۍ پرانستې دستوره كښې به د هند پشمول د ټولې نړۍ څخه د لس زرو څخه زيات سكھ ياتريان ګډون كوي

اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل وئېلي دي د كرتار پور راهدارۍ پرانستې دستوره كښې به د هند پشمول د ټولې نړۍ څخه د لسو زرو څخه زيات سكھ ياتريان ګډون كوي٬وزيراعظم عمران خان به په 9 نومبر د راهدارۍ باضابطه پرانسته كوي٬مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په حقله د امريكې د ذيلي كمېټۍ راپور خوشبينه دے٬مقبوضه كشمير كښې اوسني اقدامات او نوې نقشې جاري كول د مسلمانانو په ضد سازش دے٬هند په هندوتوا نظريه عمل كوي۔د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال وياند ووئيل وزيراعظم به په 9 نومبر د كرتارپور راهدارۍ باضابطه پرانسته كوي۔د پرانستې په دستوره كښې به د 1947 لوظ نامې ترمخه د هند څخه پنځه زره سكھ ياتريان راځي دغسې په بېلو هېوادونو كښې زمونږ مشنز هم د پنځه زره څخه زياتو سكھ ياتريانو ته ويزې جاري كړې۔وياند ووئيل د باباګرونانك په زېږېدنې ورځ پاكستان كرتارپور ته د راتلونكو ياتريانو لپاره يو پېكج جوړ كړې دغسې د هند سياستمدار نوجوت سنګه سدهو ته په دستوره كښې د ګدون لپاره ويزه جاري كړې شوې۔كرتار پور راهدارۍ څخه راتلونكې ياتريان به هم په هغه ورځ بېرته ستنېږي٬لس ورځې وړاندې د رجسټرېشن شرط يوازې د يو كال لپاره دے دغسې د 20 ډالرو سروس فيس دوه ورځو لپاره ختم كړې شوې۔وياند ووئيل حكومت مذهبي سېلګرۍ ته ودې وركولو له خوښي لري۔وياند د كرتارپور راهدارۍ په اړه د پاكستان هڅې د خالصتان موومنټ ډاډګيرنې سره د تړلو ډنډوره رد كولو سره وئېلي دي زمونږ په پالېسۍ كښې كومه داسې خبره نشته۔د كرتارپور راهداري د وزيراعظم عمران خان انيشيټو وه۔وياند د كشمير په اړه ووئيل مقبوضه كشمير كښې بشري صورتحال خرابېږي٬ 80 لكه كشميريانو د پاتې نړۍ سره رابطې ختمې شوي٬وياند په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې په مقبوضه كشمير كښې د هند د ظلمونو نوټس واخلي او د كشمير مسئله د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې حل كړي۔ده ووئيل افغان دولت دې د پاكستان مشن غړو له تحفظ وركولو په حقله ذمه وارۍ پوره كړي ۔ ده ووئېل د سعودي عرب يمن لوظ نامې سره به تاؤ تريخوالې كم شي٬د تركيې اولس مشر به ډېر زر پاكستان ته راشي٬د ايران په معامله د روغې جوړې عمل روان دے او د مثبتو نتيجو هيله لرو۔