د قومي اسمبلۍ غونډه به ﴿نن﴾ سهار كېږي

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ غونډه به د دوه ورځو دمې نه پس نه ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ سهار يوولس بجې د پارلمان په ودانې كښې كېږي۔ د غونډې مشري به د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر كوي۔ په غونډه كښې د ايوان د معمول كارروائې پشمول په مهمو قومي چارو غور كولې شي