د فېفا انډر 17 فټ بال نړيوال كپ فائنل به ﴿نن﴾ د برازيل او مېكسيكو ترمېنځه كېږي

برازيليه 16 نومبر (اے پي پي) د فېفا انډر 17 فټ بال نړيوال كپ فائنل به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ د برازيل او مېكسيكو ترمېنځه كېږي۔ په برازيل كښې روان دې نړيوال ايونټ كښې د مېكسيكو لوبډلې په وړومبي سيمي فائنل كښې د هالېنډ لوبډلې ته ماتې وركړې۔ په دوهم سېمي فائنل كښې د برازيل لوبډلې د فرانس لوبډلې ته ماتې وركړې وه او فائنل ته ئې ځان رسولې۔