د سي پېك پروژې د جوائنټ كوآپرېشن كمېټې غونډه به د نومبر په 5مه نېټه په اسلام آباد كښې كېږي

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د چين پاكستان د اقتصادي لارې پروژې﴿سي پېك﴾ پروژې د جوائنټ كوآپرېشن كمېټې غونډه به د نومبر په 5مه نېټه په اسلام آباد كښې كېږي۔ د سي پېك اتهارټۍ چارواكو له مخې په دې غونډه كښې به د چين د نېشنل ډوېلپمنټ او ريفارم كميسون چيئرمېن په خاص توګه ګډون كوي۔ په غونډه كښې به په اړوند چارو غور كولې شي او د پروژې جاج به اخستلې شي۔