د سوئېلي كوريا په ساحلي جيجو جزيره كښې د كب نيونكو كشتۍ چپه كېدو له امله 3 تنه مړه شوي

سئيول 25 نومبر (اے پي پي) د سوئېلي كوريا په ساحلي جيجو جزيره كښې د كب نيونكو كشتۍ چپه كېدو له امله درې تنه مړه او يو بې دركه شوے۔ د ځايي خبري رسنې ادارې له مخې پوليسو وئيلي دي چې په كشتې كښې 14 كب نيونكي ناست وو٬ د مرستې په كاروائيو كښې 10 تنه ژوندي راويستل شوي او يو اوس هم بې دركه دے۔ راويستل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړی شوي دي۔