د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد خبري كنفرنس ته وېنا

لاهور 16 نومبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د مولانا فضل الرحمان سياست له مېنځه تللې٬ دهرنا ختمول عقلمندي ده٬ اوس په غېر قانوني اقدام څوك هم د قانون منګولو ته راتلې شي٬ د پي ټي آئي ووټران او اولس نه غواړي چې غلو او لوټ كوونكو سره كوم رعايت وشي٬ د خورشيد شاه نه علاوه د پيپلز ګوند ټول خلق د پلي بارګېن په پلو روان دي٬ وزيراعظم په هېواد كښې د ګرانې په اړه په ورځني بنياد غونډه كوي٬ د رېل ګاډي په پېښو 19 كسان معطل شوي او د ګرېډ 20 درې افسرانو ته سزا شوې۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په لاهور كښې د رېلوے په هېډكوارټرز كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ د رېلوے وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان حالات او سياست د بهترې په پلو روان دي٬ د نوي كال تر راتللو به اوسنې حكومت د ډېرو ستونزو نه وتلې وي او د ګرانې او بې روزګارې ختمولو پشان ګډګورننس به پېل شوے وي۔