د حکومتې هلو ځلو په نتيجه كښې معاشي صورتحال مستحكم شوې او د كاروباري ورورولۍ باور بحال شوې

APP56-11 ISLAMABAD: November 11 - Prime Minister Imran Khan chairs meeting of Economic Team of the Government. APP

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د حکومتې هلو ځلو په نتيجه كښې معاشي صورتحال مستحكم شوې او د كاروباري ورورولۍ باور بحال شوې٬ دا مهال حكومت خپل پام عام وګړي ته هر ډول ممكنه آسانۍ وركولو ته ګرځولې٬ معاشي استحکام لا مستحکم کول او سرمايه کارو او کاروباري ورورولۍ له آسانۍ پېدا كولو ته حكومت پام لرنه كوي ٬ د تېلو٬ ګاز او معدنيات په اړه د صوبو استعداد زياتولو په لړ كښې به وفاقي حكومت هر ډول ممكنه معاونت كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د حكومتې معاشي ډلې سره غونډه كښې وكړه۔ په غونډه كښې د اقتصادي چارو وزير حماد اظهر، د منصوبه بندۍ وزير مخدوم خسرو بختيار، د خزانې سلاحكار ډاکټر حفيظ شېخ، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان، خاص مرستيالې ډاکټر ثانيه نشتر، خاص مرستيال يوسف بېګ مرزا، خاص مرستيال نديم بابر، د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن سيد زبېر ګېلاني، د خزانې پخوانې وفاقي وزير شوکت ترين، د اړوندو څانګو وفاقي سېكتران د اېف بي آر چيئرمېن شبر زېدي، د نوې پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن لېفټينټ جنرال (ر) انور علي حېدر او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل معاشي استحکام لا مستحکم کول او سرمايه کارو او کاروباري ورورولۍ له آسانۍ پېدا كولو ته حكومت پام لرنه كوي ٬ د معدنيات او کان کنۍ د څانګو په وده خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د تېلو٬ ګاز او معدنيات په اړه د صوبو استعداد زياتولو په لړ كښې به وفاقي حكومت هر ډول ممكنه معاونت كوي۔ وزيراعظم ووئيل د خوراك څښاك څيزونو طلب رسد او د سباٶن د اندازو لګولو پحقله د كوټلۍ منصوبه بندۍ په اړه په فوډ سېكيورټي وزارت كښې يو خاص سېل جوړولې شي دغسې چې د سباٶن د ضرورتونو له مخې جامع منصوبه بندي او انتظامي اقدامات وكړې شي چې ورسره به نه يوازې د طلب او رسد فرق ختم شي بلكې په بيعه قابو موندلو له به مرسته ترلاسه شي۔ په غونډه كښې د معاشي صورتحال په خاص توګه هېواد كښې د غيرملکي سرمايه کارۍ وده ٬ لويو صنعتي يونټس لپاره مراعات٬ روغتونونو لپاره آلات او د مشنيرۍ ډيوټي فري درآمد لپاره په حكومتي پرېكړه عملدرآمد٬ تېلو ٬ ګاز او معدنيات په اړه د وفاق او صوبائي حكومتونو ترمېنځه مرستې ته وده وركول٬ هېواد كښې د چينو بيعه كښې كمې راوستل او د پاكستان سټيل ملز بحالۍ په لړ كښې په شوو اقداماتو بريفنګ وركړې شو۔ عبدالرزاق داؤد غونډه روغتونونو لپاره د آلات او مشينري د ډيوټي فري درآمد لپاره په حكومتي پرېكړه د عمل درآمد په خبرولو كښې ووئيل په دې لړ كښې به ټول ضروري پړاٶنه راتلوونكو 15 ورځو كښې بشپړ كړې شي۔ وزيراعظم لويو صنعتي يونټس ته د وركوٶنكو اسانيو په اړه د بېلا بېلو اقداماتو نه هم په تفصيلي توګه خبر كرې شو۔ پيټروليم لپاره خاص مرستيال نديم بابر غونډې ته ووئيل تر 15 دسمبر به دولس نوې بلاكس اېکسپلورېشن اينډ پروډکشن لپاره نيلامۍ ته وړاندې كړې شي او دې مقصد لپاره په بېلا بېلو هېوادونو كښي روډ شوز او د تشهير نورې دستورې شوې ۔ ده ووئيل د دې دولس بلاکس نيلامۍ سره د زياتې دسرمايه كارۍ هيله ده۔ د تاجکستان۔ افغانستان۔ پاکستان۔ ايران ګيس پائپ لائن او د پارکو کوسټل ريفائينري جوړولو په اړه تر اوسه د پېشرفت نه غونډه خبر كړې شوه۔ غونډې ته ووئيل شول د چينو بيعې كنټرول پحقله موثره انتظامي اقدامات كوٶ په دې لړ كښې د ذخيره كوٶنكو او د ناجائزه منافع خورۍ حوصله شکنۍ پلو خاص پاملرنه كوو۔ غونډې ته ووئيل شول د حكومت لخوا يوټيلټي اسټورز کارپورېشن ته بنيادي څيزونو لپاره 6 اربه د جاري كولو پرېكړې سره به د خوراك څښاك د څيزونو بيعه كمولو له زياته مرسته تر لاسه شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول دا مهال هېواد كښې د چينو د ذخيرې صورتحال د اطمينان وړ دے۔ د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد د پاکستان سټيل ملز بحالي لپاره د شوو هلو ځلو په اړه غونډې ته بريفنګ وركړو۔ د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ وزير اعظم ته معيشت د مجموعي صورتحال او اقتصادي اعشارو په اړه د شوې بهترۍ په اړه بريفنګ وركړو