د جمعيت علماء اسلام (ف) پرلت له امله سركاري او شخصي املاك ته تر اوسه نزدې 647 مېليونه روپو نه زيات زيان رسېدلې

APP42-12 ISLAMABAD: November 12 – Police officials having lunch while sitting at roadside in Federal Capital. APP photo by Sadia Haidari

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي) يو شمېر سټيك هولډرز انکشاف كړې چې د جمعيت علماء اسلام (ف) د پرلت له امله سركاري او شخصي څانګې ته تر اوسه نزدې د 647 مېليونه روپو نه زيات زيان رسېدلې ٬ د پرلت 13مه ورځ ده او دې سره په اسلام آباد كښې معاشي هلې ځلې ډېرې زياتې ځپلې كېږي چې ورسره هره ورځ نزدې 45 مېليونه روپۍ زيان كېږي او د دواړو ښارونو وګړو ژوند هره ورځ ځپلې كېږي۔ د پرلت له امله مېټرو بس سروس معطل ٬ اوونيز ارزان بازار بند٬ د پرلت ګډون كوٶنكو حفاظت لپاره د قانون نفاذ كوٶنكو اهلكارو خرڅونو او په كرايه اخستې شوې د كنټېنرو د بلونو له امله د هېواد په معيشت خراب آغيز كېږي٬ د پرلت ګډون كوٶنكو ته بنيادي آسانۍ لكه اوبه او د سېني ټېشن پشمول په نورو چارو هره ورځ زياتې روپې خرڅ كېږي۔ د پي اېم اے سرکاري ذريعو ”اے پي پي” ته ووئيل د پرلت نه يو ورځ وړاندې اسلام آباد انتظاميې د امنيتي اندېښنو له مخې مېټرو بس سروس بند كړې چې په سوب ئې د پېنډۍ اسلام آباد مېشته وګړي تګ راتګ لپاره متبادلې لارې كاروي او ستختو ستونزو سره مخ دي۔ ذريعو ووئيل د بس سروس كښې هر ورځ د يو لك شل زره نه 30 زره كسان سفر كوي چې په سوب ئې هره ورځ 3.5 مېليونه روپۍ ريونيو ترلاسه كېده كومه چې اوس بنده ده۔ د اسلام آباد د ضلعي انتظاميې ذريعو له مخې د پرلت په مهال 22 زره 500 پوليس اهلكار خپله وظيفه ترسره كوي چې پكښې د اسلام آباد پوليس٬ پنجاب او آزاد كشمير پولس سره سره د ګرد هېواد د قانون نافذ كوٶنكو ادارو اهلكار شامل دي۔ ذريعو ووئيل د دوي د خوراك څښاك ٬ استوګنې او د سفر په خرڅونو هره ورځ د 32 مېليونه نه زياته خرڅ كېږي٬ يو كنټېنر په يو نيم لك كښې پرېوځي۔د آئي اېس انټرپرائزز مالك نديم عباسي ووئيل 683 کنټينرې، 20 کرينونه ا لوي ګاډي په پرلت كښې په كار راځي چې په سوب ئ هره ورځ 50 لكه زيان كېږي۔ د اېچ نائن بازار ذريعو ووئيل په بازار كښې 2743 سټالونه دي او نزدې 50 مېليونه روپۍ آمدن كوي چې د پرلت له امله بند دي۔ دوي ووئيل سي ډي اے دې بازار څخه په كلنه توګه 15 مېلونه روپۍ ريونيو راغونډوي۔ دوي ووئيل د اسلام آباد ضلعي انتظاميې او ميټرو پوليټن کارپورېشن په سيني ټېشن، صحت او د اوبو ضرورتونو لپاره 3 مېليونه روپۍ خرڅ كړې دي