د تركيې٬ المان٬ فرانس او برتانيې د مشرانو څلور ملكي غونډه به راتلونكې مياشت په لندن كښې كېږي

انقره 10 نومبر (اے پي پي) د تركيې٬ المان٬ فرانس او برتانيې د مشرانو څلور ملكي غونډه به راتلونكې مياشت په لندن كښې كېږي۔ د تركيې د اولس مشرې د ماڼې وياند ابراهيم قالن وئيلي دي چې دا غونډه به د برتانيې په پلازمينه لندن كښې د دسمبر په 3 او 4مه نېټه كېږي۔ ده ووئيل چې د دې غونډې نه وړاندې د دې څلورو هېوادونو د چارواكو يوه غونډه شوې او پكښې په دې نېټه اتفاق شوے۔