د بابا ګورو نانک 550 مې زېږېدنې ورځ په موقعه خاص سكه ٬ ډاك ټكټ او كرتار پور راهداري سكھ قام لپاره د وزيراعظم عمران خان لخوا يوه ځانګړې ډالۍ ده

APP13-12 NANKANA SAHIB: November 12 – Federal Minister for Religious Affairs and Interfaith Harmony Pir Noor ul Haq Qadri addressing on the occasion of 550th birth anniversary of Guru Nanak Dev in Nankana Sahib, Guru Nanak was the founder of the religion of Sikhism and the first of ten Sikh Gurus. His birth is celebrated worldwide as Guru Nanak Gurpurab on Kartik Pooranmashi, the full-moon day in the month of Katak, October–November. APP Photo by Mustafa Lashari

ننکانه صاحب۔12 نومبر(اے پی پی) د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور وئيلي دي وزیراعظم عمران خان اقلیتونو سره خاص مينه لري۔ د بابا ګورو نانک پوهنتون د بنياد تيګه اېښودو او كرتار پور راهدارۍ د كروړونو په شمېر سېكھانو په زړونو كښی د پاكستان او مسلمانانو سره مينه زياته كړې ۔ د سېكھانو خېر ښېګړې له ګامونه پورته كوو او وېزه پالېسي هم نرمولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په روځ ننكانه صاحب كښې د بابا ګور ونانک 550 زېږېدنې ورځې مركزي دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د نېكۍ او ښېګړې كارونه ټول عمري ياد ساتلې شي۔ د زېږېدنې ورځې دستورو په حقله وفاقي او صوبائي حكومتونو خپلې ذمه وارۍ په غوره ډول ترسره كړي ۔ دغسې د بورډ چيئرمېن ډاكټر عامر احمد او د هغه د افسرانو او عملې كاركردګي هم د ستائنې وړ ده۔ د پنجاب ګورنر زياته كړه چې زه 37 كاله برطانيه كښې پاتې شوې يم۔ زما سېكھانو سره پخوانۍ ملګرتيا ده۔ برطانيه كښې ما كاروبار له اخستې 4 اېكړه زمكه د سېكھانو ګوردوارې له وركړې۔ ده ووئيل د ګورنر هاؤس دروازې سكھانو لپاره پرانستې دي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير برېګیډیئر (ر) اعجاز احمد شاہ ووئيل په ننکانه صاحب كښې ريكارډ پرمختيائي كارونه كېږي او په راتلونكو دوه درېو كلونو كښې به ننكانه صاحب پوهنتون جوړ شي۔ عمران خان د بابا ګورو نانک پوهنتون پرانسته كړې او دې لپاره ئې 7 اربه روپې ېبلې كړې ۔ د دې پوهنتون د جوړېدو كار به هم دوه درې كاله كښې ترسره شي۔ ده ووئيل بابا ګورو نانک پوهنتون به د مصر جامع ازهر په ډول يو نړيوال پوهنتون جوړولې شي۔ ده ووئيل حكومت مذهبی سېلګرۍ ته وده وركول غواړي۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې سکھ یاتریان سحر هند څخه راځي او خپل مذهبي رسمونه كولو نه پس بېرته ځي۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې سکھ یاتریان لندن’ امریکا’ برطانيه’ کاناډا يا نورو هېوادونو څخه پاكستان ته راشي۔ دلته مذهبي رسومات ادا كولو څخه وروستو هند ته لاړ شي او د بېرته تللو په وخت بيا مذهبي رسومات ادا كولو له خپل منزل پلو روان شي۔ دې لپاره مونږ د ملټي پل ویزې جاري كولو هڅې كوو۔۔ ده ووئيل د بابا ګورونانك تعليمات او خذمات د وياړ وړ دي۔ ده ووئيل په جنم استھان كښې راتلوونكو ته به بشپړه آسانۍ وركولې شي۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير پیر نورالحق قادری دستورې ته خطاب كښې ووئيل دین اسلام د غېر مسلمو د خذمت درس وركوي۔ پاكستان كښې ژوند كوؤنكو ټولو اقليتونو ته مذهبي آزادي ترلاسه ده۔ بابا ګورو نانک د يو تاريخ نامه ده۔ د وزیراعظم عمران خان لخوا د بابا ګور ونانک 550 مې زېږېدنې ورځې په موقعه خاص سكه ٬ ډاك ټكټ او كرتار پور راهداري سكھ قام لپاره يوه ځانګړې ډالۍ ده۔ سکھ قام به د پاكستان حكومت دا احسان چرې هېر نه كړي۔ ده ووئيل د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د کرتار پور راهداری پرانسته د تحريك انصاف حكومت مذهبي همغږۍ ته وده وركولو له يو تاريخ رقم كوؤنكې ګام دے۔ وزیراعظم سکھانو لپاره كرتار پور راهداري جوړولو سره نړۍ ته د امن پېغام وركړې ۔ دستورې ته د متروكه وقف املاك بورډ چيئرمېن ډاكټر عامر احمد هم خطاب وكړو۔ ده ووئيل بابا ګورو نانک د انسانیت د خذمت درس وركړې۔ هغه امن او مينه غوښتله۔ ده ووئيل مونږ د وزیراعظم عمران خان د ويژن له مخې د مېلمنو خذمت كښې كمې نه دې كړې۔ د دھلي ګورو دوارہ مېنجمنټ کمېټۍ لارښود سردار جتندر سنګھ هم د حكومتي ګامونو ستائنه كړې او د منتظمينو ترمينځھ ئې خاص ډالۍ ووېشلې۔ دستوره كښې موجود د زرګونو په شمېر سړو او مېرمنو د پاكستان زنده باد ٬ عمران خان زنده باد نعرې پورته كړې۔ د دستورې په پايه كښی د پنجاب ګورنر ٬ وفاقي وزيرانو او د بورډ چيئرمېن په شمول نورو مېلمنو د ګورو ګھر خصوصي ډالۍ ووېشلې۔ هند څخه راغلې د سكه ياتريانو يوه