د انګلستان او نيوزي لېنډ ترمېنځه اولنې ټېسټ مېچ په 21 نومبر پېل كېږي

آكلېنډ 12 نومبر (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوه ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبې ټېسټ مېچ به د نومبر په 21مه نېټه پېل كېږي۔ د ټېسټ سېريز نه وړاندې به د دواړو لوبډلو ترمېنځه يو درې ورځنې ټور مېچ هم كېږي۔ د دې نه وړاندې د انګلستان لوبډلې په ټي ټونټي سېريز كښې د نيوزي لېنډ لوبډلې ته ماتې وركړې۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د ټېسټ سېرېز دوهم مېچ به د نومبر په 29مه نېټه پېل كېږي