د امريكې خارجه وزير مائيك پومپيو په المان كښې د امريكائې عسكرو سره وليدل

برلن 07 نومبر (اے پی پی)د امريكې خارجه وزير مائيك پومپيو د المان دورې څخه پېل كړے۔هغه د ټولو نه وړومبې د المان په سوئېلي باويريا ولايت كښې د امريكې عسكرو سره ملاقات كړے۔هغه به(نن)د جمعې پھ ورځ چانسلرې انجيلا مركل٬دفاع وزير آيګئريټ كارين باؤر او خزانې وزير اولاف شولس سره هم په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔د امريكې حكومت تور لګولې چې د ا لمان لوېديز دفاعي اتحادي نيټو په مجموعي توګه د پوځيانو په خرڅونو كښې خپله برخه نه اچوي ۔امريكا د المان او روس په شريكه ګاز پائپ لائن پروژه تراوسه اعتراض لري