د افغانستان او ويسټ انډيز ترمينځه ټور مېچ(سبا)پېل كېږي

لكهنئو 18 نومبر (اے پي پي)د افغانستان او ويسټ انډيز كركټ لوب ډلې ترمينځه ټېسټ مېچ څخه وړاندې څلور ورځنې ټور مېچ (سبا)د شورو په ورځ لكهنئو كښې پیل كېږي۔د ويسټ انډيز ډلې د افغانستان په ضد درې ون ډے ميچز سيريز كښې كلين سويپ كړی او درې ټي 20 ميچز سيريز افغانستان د1- 2 په خپله نامه كړی۔د دواړو ډلو ترمينځه ټېسټ به د نومبر 27 څخه تر يكم دسمبر لكهنئو كښې كېږي