د آسيان د مشرانو غونډه به ﴿نن﴾ پېل كېږي

بنكاك 03 نومبر (اے پي پي) د آسيان د مشرانو غونډه به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په تهائي لېنډ كښې پېل كېږي۔ د غونډې نه وړاندې په بنكاك كښې د نړيوالو مشرانو د ملاقاتونو لړې پېل شوې۔ د مشرانو په دې غونډه كښې به د جاپان او چين پشمول 18 هېوادونه ګډون كوي۔ د چين وزيراعظم لي كي چيانګ به هم په دې غونډه كښې ګډون كوي۔ امريكې هم په غونډه كښې ګډون كولو لپاره د قومي سلامتيا نوې سلاكار رابرټ اوبرائن د امريكائي پلاوي د مشر په توګه لېږلې دے۔