خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په کوالالمپور كښې د پاكستان هائي كمېشن دوره

کوالالمپور 05 نومبر (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د نهې په ورځ په الالمپور كښې د پاکستان هائي کمېشن دوره كړې ده ۔ په ماليزيا كښې د پاكستان هائي كمشنرې آمنه بلوچ او د سفارت سينئر چارواكو د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي هركلې وكړو۔ خارجه وزير په دې موقع د پاكستان په هائي كمېسون كوالالمپور كښې د جوړ “كميونټي سروس سنټر” پرانسته وكړه۔ دا كميونټي سروس سنټر په ماليزيا كښې د پاكستان بزنس كونسل تر سېوري لاندې د ” د اولس د لارې٬ اولس لپاره” د منشور له مخې كار كوي۔ د دې كميونټي سروس سنټر جوړولو مقصد اولس ته په يو ځائ د قونصلر سروسز خدمات رسول دي۔ خارجه وزير ووئيل په ماليزيا كښې د اتيا زرو نه زيات پاكستانيان مېشته دي او هر كال زرمبادله پاكستان ته رالېږي او د هېواد په رغونه او پرمختګ كښې خپله برخه اچوي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د پاکستانيانو مسئلې اول حل كولو ته پام لرنه كوو او کميونټي سروس سنټر جوړول د دې سلسلې يوه كړۍ ده۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په دې موقع د کميونټي سروس سنټر، قونصلر سېکشن پشمول د سفارت د بېلا بېلو څانګو څارنه وكړه۔ خارجه وزير په دې موقع د کميونټي سروس سنټر تر سېوري لاندې د كېش ډپازټ مشين هم پرانسته وكړه او خپله ئې په مشين كښې نغدې جمع كړې۔ خارجه وزير د كميونټي سروس سنټر جوړولو لپاره د پاكستان هائي كمېشن كوالالمپور او د “ماليزيا پاكستان بزنس كونسل” د هلو ځلو ستائنه وكړه