بابراعظم په ټېسټ كښې دوئمه سنچري وكړه

برسبېن 24 نومبر (اے پي پي) د پاكستان د كركټ لوبغاړي بابراعظم په ټېسټ مېچونو كښې دوئمه سنچري وكړه. بابراعظم د آسټراليا په ضد په برسبېن كښې د ټېسټ مېچ په څلورمه ورځ ښه بېټنګ كولو سره 104 منډې جوړې كړې چې پكښې 13 څلوريزې هم شاملې وې. دا د هغه د ټېسټ كېريئر دوئمه سنچري ده.