ایران كښې د 5.9 شدت زلزله،5 كسان مړه ٬ 120 ژوبل

تهران ۔ 8 نومبر (اے پی پی) د ایران په قطبي ختيزه سيمه كښې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول چې په نتيجه كښې ئې 5 كسان مړه او 120 نور ژوبل شول۔ د ایرانی سېسمولوجیکل سنټر له مخې د جمعې په سحر د ايران په قطبي ختيزه سيمه كښې د 5.9 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول چې لامله ئې خلق وېرې واخستل۔ د زلزلې په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 120 ژوبل شول۔ په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 5.9رریکارډ كړې شو۔ د زلزلې مركز زمكه كښې 8 كلوميټره ژوره كښې وو۔ زلزلې څخه وروستو څلور آفټر شاكس هم محسوس كړې شول۔ د چارواكو له مخې په ځپلې سيمه كښې د مرستې كارروائۍ پېل كړې شوي دي۔ بلخوا په ځپليو سيمو كښې مالي او ځاني زيان كښې د زياتوالي اندېښنه هم ښكاره كړې شوې ده۔