امريكا د كيوبا د پوځ په پنځو ذيلي ادارو بندېز ولګولو

سېؤل 16 نومبر (اے پي پي) امريكا د كيوبا د پوځ په پنځو ذيلي ادارو بندېز ولګولو۔ د خبر له مخې د امريكې خارجه وزير مائيك پومپيو په سوئيلي كوريا كښې په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې زه په كيوبا د بندېزونو د لېسټ د بيا نوي كولو اعلان كوم۔ اوس مونږ په دې لسټ كښې د كيوبا د پوځ پنځه ذيلي ادارې هم شاملې كړې دي چې ورسره په مالي لېن دې د بندېز هدايات وركړې شوي دي۔