چين كشمير د تاريخ شخړيزه مقدمه ګرځولو سره د هند دريځ رد كړې

APP63-01 ISLAMABAD: October 01 – Special Assistant to the Prime Minister for Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet meeting. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي چې چين كشمير د تاريخ شخړيزه مقدمه ګرځولو سره د هند دريځ رد كړې٬په مقبوضه جمو كشمير كښې د كرفيو دوه مياشتو څخه زياته موده وشوه٬ جنت نظير وادي په زندان كښې بدلول او د كشميريانو كاروباري ژوند مفلوج كړی شوي٬هندي ځواكونه د انسانيت تذليل كوي۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان د جمعې په ورځ په خپل ټوېټ كښې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان نن د مقبوضه جمو كشمير بې ګناه اولس سره د يووالي څرګنونې له د انساني لاسونو زنجير جوړوي۔دې ووئيل چې چين كشمير د تاريخ شخړيزه مقدمه ګرځولو سره د هند دريځ رد كړې۔د سلامتي كونسل مستقل غړو دا اصولي دريځ د مقبوضه جمو كشمير اولس لپاره د بشپړه يو والي څرګندونه ده۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې دا د فولادي وروڼو د ملګرتيا څرګندونه ده٬د بې ګناه كشميريانو په بشپړه ملاتړ مونږ د چين د مشرتابه او اولس مننه كوو