په چين كښې په كارخانه كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې څلور كسان مړه او درې ژوبل شوي دي

بيجنګ 20 اکتوبر (اے پي پي) په چين كښې په كارخانه كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې څلور كسان مړه او درې ژوبل شوي دي۔ د خبر له مخې دا پېښه د چين د فيوجيان ولايت په ننان ښار كښې د اتوار په ورځ رامېنځ ته شوې۔ په دې كارخانه كښې د سنېټري مصنوعات تيارول كېدل۔ په پېښه كښې 4 كسان مړه او 3 ژوبل شوي دي۔ ژوبل كسان روغتون ته رسول شوي دي او پېښې پلټنې پېل كړې شوې دي۔