په نائيجېريا كښې پوځ د بوكوحرام 15 ترهګر وژلي دي

ابوجا 12 اکتوبر (اے پي پي) په نائيجېريا كښې پوځ د بوكوحرام 15 ترهګر وژلي دي۔ د نائجېريا د پوځ لخوا جاري شوي بيان له مخې د هېواد په شمالي ختيځ بورنو ايالت كښې د نښتې په مهال د هېواد امنيتي ځواكونو 15 ترهګر وژلي دي۔ نائجېريا تېل لرونكې هېواد دے او د تېرو يو شمېر كلونو نه ناامني سره مخ دے۔ بوكوحرام د مېرمنو د تعليم په ضد ډله ده او د ترهګرې كارروائې كوي۔