په مېكسيكو كښې د رېل ګاډي په پېښه كښې 9 كسان مړه شوي دي

مېكسيكو سټي 12 اکتوبر (اے پي پي) په مېكسيكو كښې د رېل ګاډي په پېښه كښې 9 كسان مړه شوي دي۔ په پېښه كښې 8 كسان ژوبل شوي هم دي۔ د ځائي مېډيا له مخې دا پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې يو بس رېل ګاډي سره وجنګېدو۔ بس د رېل د پټلې نه د تېرېدو هڅه كوله۔ په پېښه كښې 9 كسان مړه او 8 ژوبل شوي دي۔ پوليسو د پېښې پلټنې پېل كړې دي۔