په قومي ټي 20 كركټ كپ كښې به ﴿سبا﴾ د سندھ او د سدرن پنجاب لوبډلو ترمېنځه مېچ كېږي

فېصل آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) په قومي ټي 20 كركټ كپ كښې به ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ د سندھ او د سدرن پنجاب لوبډلو ترمېنځه مېچ كېږي۔ د پي سي بي ترسيوري لاندې د قومي ټي ټونټي كركټ كپ مقابلې په اقبال سټېډيم فېصل آباد كښې روانې دي۔ د ټورنامنټ 13م مېچ به د ګل په ورځ د سندھ او سدرن پنجاب لوبډلو ترمېنځه كېږي۔ د سندھ لوبډلې دوه او د سدرن پنجاب لوبډلې تر اوسه يو مېچ ګټلې دے۔