په سوريه كښې د تركيې پوځي كاروائي زمونږ مسئله نه ده۔ټرمپ

واشنګټن 17 اکتوبر (اے پی پی)د امريكې اولس مشر ټرمپ وئېلي دي چې شمالي ختيز سوريه كښې د تركيې پوځي كاروائي زمونږ مسئله نه ده۔د امريكې خپرونې ادارې راپور له مخې اوول آفس كښې اطالوي صدر سرګيومتايلا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې په سوريه كښې د تركيې ځواكونو په ضد جنګ كونكي كرد هم فرشتې نه دي۔ده ووئيل چې امريكا په منطقه كښې په نښته كښې خپل ځواكونه ككړ كول نه غواړي۔ده دا بيان په داسې موقع وركړی چې كله د امريكې اعلٰی كچ پلاوي د تركيې اولس مشر سره په سوريه كښې د پوځي كاروائي مخ نيوي غوښتنې لپاره انقره ته رسېدلې۔پلاوي كښې د امريكې دوهم اولس مشر مائك پينس او خارجه وزير مائك پومپيو شامل دي۔د سپينې ماڼۍ څخه جاري شوي بيان له مخې د امريكې دوهم اولس مشر په دې خبره زور راوړې چې په سمدستي توګه جنګ بندي كولو سره د مذاكراتو د لارې معامله حل كړی شي۔د يادونې وړ ده چې امريكې د تركيې سره 100 ارب ډالر ماليت تجارتي سمجهوته مذاكرات هم معطل كړي