په روسيه كښې د بند ماتېدو په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 14 ژوبل شوي دي

ماسكو 19 اکتوبر (اے پي پي) په روسيه كښې د بند ماتېدو په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 14 ژوبل شوي دي۔ د خبر له مخې د روسيې د بېړنې چارو وزارت وئيلي دي چې د روسيې په سائبېريائي كراسنوياسك كرائي سيمه كښې د خالي په ورځ يو بند مات شوے او په نتيجه كښې 20 كسان ژوبل شوي وو چې پكښې 6 مړه شوي دي۔ د خبر له مخې 14 كسان درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي۔