په جاپان كښې د سخت سمندري طوفان په نتيجه كښې 19 كسان مړه شوي

ټوكيو 13 اکتوبر (اے پي پي) په جاپان كښې د سخت سمندري طوفان په نتيجه كښې 19 كسان مړه شوي دي او د 12 نه زيان كسان بې دركه شوي دي۔ د ځائي مېډيا له مخې د دې طاقتور سمندري طوفان په نتيجه كښې د سختو بارانونو او سېلابي صورتحال له امله د 140 نه زيات كسان ژوبل شوي هم دي۔ په طوفان كښې د جاپان شمالي ختيځې كانټو او كوشن سيمې زياتې ځپلې شوې دي۔