پاکستان او چين نزدې ملګري ، شراکت دار او آئرن برادرز دي، پاکستان د غربت خاتمې لپاره د چين د تجربو نه استفاده كول غواړي

APP77-23 NEW YORK: September 23 - Prime Minister Imran Khan speaking during Secretary-General’s Climate Action Summit at UN Headquarters. APP

بيجنګ 09 اکتوبر (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان سره د نېشنل پيپلز کانګرېس چيئرمېن لي شوان شو د زيارت په ورځ په اولسي ګرېټ هال كښې ليدلي۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي، شېخ رشيد، د وزيراعظم د توان وزير اور نور سينئر چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم چيئرمېن لي ته د عوامي جمهوريه چين په 71مې كليزي مباركي وركولو سره د دې عزم پخلې وكړو چي پاکستان او چين نزدې ملګري ، شراکت دار او آئرن برادرز دي۔ عمران خان ووئيل تېرو څو لسيزو كښې چين شاندار اقتصادي پرمختګ متاثر كن دے۔ ده ووئيل پاکستان د غربت خاتمې لپاره د چين د تجربو نه استفاده كول غواړي۔ وزيراعظم عمران خان د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان كښې به د چين په ماډول عمل كول سره غربت كوٶ۔ وزيراعظم په دې خبر زور رواړو چې سي پېك بشپړول د اوسني حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ ده د دې توقع څرګندونه وكړه چې د سي پېك دوېم پړاٶ به پاكستاني اولس لپاره د روزګار موقعې پېدا كولو او سماجي او اقتصادي پرمختګ ته وده وركولو لپاره لاره هوار كړي۔ وزيراعظم ووئيل د كركيلې پشمول ټولو سېكټرو كښې د چين د مرستې خوښي لري٬ د چين کمپنۍ د پاکستان د خاص محل و قوع نه ګټه پورته كولو لپاره صنعتونه لګولې شي۔عمران خان د پاکستان د قامي مفاداتو په ټولو معاملو كښې د چين د بشپړه ملاتړ مننه كولو سره ووئيل هند د اګست په 5مه نېټه يو اړخيزه او غېر قانومي اقداماتو سره په مقبوضه كشمير كښې د بشري بحران سنګين صورتحال پېدا كولو او منطقه او امن او سلامتيا خطر سره مخ كړې دې۔ ده په هند زور رواړو چې ھغوي دې د دوه مياشتو نه زياته نافذ كړې شوې كرفيو په سمدستي توګه لرې كړي۔ د چيئرمېن لي شوان شو د بنيادي قامي مفاداتو په ټولو معاملو كښې د ملاټر پحقله د چين د قيادت د عزم پخلې كولو سره ووئيل چې چين به د وزيراعظم عمران خان د تجويز كړې شوې اقداماتو ملاتړ كوي۔ دواړو مشرانو په پارلماني او دوه اړخيزه كچه د رابطو لا زياتولو پشمول په سياسي،كلتوري او تعليمي څانګه كښې هم مرسته زياتولو له سلا وكړه۔ وزيراعظم د اېن پي سي