ټرمپ نسل پرست دے۔ الهان عمر

واشنګټن 12 اکتوبر (اے پي پي) د امريكې د پارلمان مسلم ښځينه غړې الهان عمر د خپل ځان په ضد د اولس مشر ټرمپ د تازه بيان په ځواب كښې وئيلي دي چې ټرمپ نسل پرست دے٬ هغه زما په ضد داسې بيانونه ځكه وركوي چې زه غېر ملكي نژاد يم۔ هغې ووئيل چې ټرمپ خو د امريكائي اولس هم بې عزتي كوي چې دوي ولې رائې راكړې دي۔ د امريكې اولس مشر د زيارت په ورځ يو ځل بيا په الهان عمر نيوكې كړې وې۔ ده وئيلي وو چې الهان عمر سوشلسټ ده او د امريكې نه كركه كوي۔