وزیر اعظم عمران خان سره د بېلو ادارو سره تعلق لرونكو د چين كمپنو مشرانو وليدل

بیجنګ 08 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان پاکستان كښې سرمايه كارۍ ته لا پراختيا وركولو په اړه د چين د كمپنو د عزم هركلي كولو سره وئيلې دي چین څخه پاکستان ته منتقل كېدونكو كمپنو ته به زياتې اسانۍ او دې كمپنو او نورو كاروباري ادارو ته به ښه كاروباري چاپېرچل وركولې شي۔ وزيراعظم دا خبرې د چائنا ګیژوبا ګروپ کوآپرېشن،اورینټ هولډنګز ګروپ شنګھائی،چائنا میټا لرجیکل کارپورېشن،مین مېټل او لانگ مارچ ټائرز پشمول د ګاز ،مائننګ،ټېکسټائل او د توان سېكټرز سره تعلق لرونكو د چين كمپنو مشرانو سره كړې چا چې د نهې په ورځ دوي سره ملاقات كولو۔ په دې ملاقاتونو كښې د چين كمپنو مشرانو وزیراعظم عمران خان پاکستان كښې د كمپنو د روان آپرېشنز د اوسني صورتحال نه خبر كړو او پاكستان كښې ئې د ګاز٬ توان ٬ د برېښنا پېداوار٬ وېش٬ ټېكسټاېل ٬ مېنو فېكچرنګ ٬ معدنيات ٬ لائټ اېنډهېوي مشينري او د كنسټرېكشن پشمول بېلا بېلو سېكټرو كښې د بزنس منصوبو ته د پراختيا وركولو په اړه تجويزونه وركړل۔ د کمپنو مشرانو وزیراعظم د ټېکسټائل، اپېرل پارك، انډسټریل پارک جورولو او د سكرو وسائل په اېندهن د بدلولو په اړه د خپلو منصوبو تفصيلات نه هم خبر كړو۔ وزیراعظم پاکستان كښې سرمايه كارۍ ته لا پراختيا وركولو په اړه د چين د كمپنو د عزم هركلي كولو سره د حكومت د هغه عزم پخلې وكړو چې چین څخه پاکستان ته منتقل كېدونكو كمپنو ته به اضافي مراعات او دې كمپنو او نورو كاروباري ادارو ته به ښه كاروباري چاپېرچل وركولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د دې اقداماتو په نتيجه كښې به روزګار او د ټېكس محاصل زيات شي او دې سره به د پاكستان معيشت ته ګټه ورسيږي ۔ په دې موقع خارجه وزير شاہ محمود قرېشي، د رېلوے وزیر شېخ رشید، د منصوبه بندۍ وزير خسرو بختیار او د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داود هم موجود وٶ