هند دې ټول نيول شوي كشميريان خوشي او د مواصلاتو ذريعې بحال كړي۔ اېمنسټي انټرنېشنل

نوې ډيلې 19 اکتوبر (اے پي پي) د بشري حقونو نړيوالې ډلې اېمنسټي انټرنېشنل هند ته وئيلي دي چې هند دې ټول نيول شوي كشميريان خوشي او د مواصلاتو ذريعې بحال كړي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې اېمنسټي انټرنېشنل هندي څانګې په يوه خبر پاڼه كښې وئيلي دي چې په كشمير كښې د هند محاصره لا هم روانه ده او سياستدانان٬ كاركنان حتٰي چې د ماشومانو پشمول اختلاف لرونكې هر يو تن نيول كېږي۔ په راپور كښې وئيلي شوي دي چې د موبائل ځينې سروس بحال كړې شوې خو انټرنېټ سروس لا هم نشته او په سړكونو پبلك ټرانسپورټ نشته۔ په خبرپاڼه كښې غوښتنه شوې چې هند دې ټول نيول شوي كشميريان خوشي او د مواصلاتو ذريعې بحال كړي۔ د يادونې وړ ده چې په مقبوضه كشمير كښې نن په 76 ورځ هم محاصره روانه ده۔