هندي دوهم هائي كمشنر يو ځل بيا خارجه دفتر ته راوبللې شو

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) هندي دوهم هائي كمشنر آهلو واله يو ځل بيا خارجه دفتر ته رابللو سره ده ته د هندي ځواكونو لخوا په اېل او سي د جنګ بندۍ په سختو خلاف ورزيو شديد احتجاج رېكارډ كړې شو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د سوئيلي آسيا او سارك ډائرېكټر جرنل ډاکټر محمد فېصل د هند دوهم هائي کشمنر ګوروف آهلو واله د جمعې په ورځ خارجه دفتر ته راو بللو او په لسم اكتوبر د هندي ځواكونو لخوا د اېل او سي په شاردہ، نېزہ پير، ستوال او باګسرسيکټرز كښې د جنګ بندۍ خلاف ورزي كولو سره د ناتاره ډزو غندنه وكړه۔ د هندي ځواكونو د ډزو په نتيجه كښې لس كلن ماشوم فېضان ولد فېض مير شهيد او د شپږ ماشومانو او دوه مېرمنو پسمول 16 وګړي ژوبل شوې دي۔ وياند ووئيل هندي ځواكونو په اېل او سي او وركنګ باٶنډري سول آبادۍ د مارټر او آټومېټك وسلو د لارې په نښه كوي۔ ده ووئيل قصداً سول آبادي په نښه كول خفګاني او د انساني وقار او بشري حقونو د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده۔ وياند ووئيل د هند لخوا د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره خَطر دي كوم چې د تزويراتي غلط فهمۍ سوب جوړېدې شي۔ ده په هند زور رواړو چې ھغوي دې د كال 2003 د جنګ بندۍ د لوظنامې احترام وكړي او د جنګ بندۍ د موجودو او نورو پېښور دې پلټنې وكړي او خپلو ځواكونو ته دې د جنګ بندۍ په حقيقي توګه د احترام كولو امر كولو سره په كنټرول لائن او وركنګ باٶنډري امن په ځائ وساتي۔(ګ ل