موټروے پولیس اېبټ آباد نه اسلام آباد ته تلونكي ټرك كښې په لګېدلې اور قابو وموندلو

اسلام آباد ۔ 9 اکتوبر (اے پی پی) نېشنل هائی وېز اېنډ موټروے پولیس په وخت كاروائي كولو سره په ټرك كښی په لګيدلي اور قابو موندلو سره د لويې حادثه مخه ونيوله۔ د موټروے پوليس وياند ترمخه اېبټ آباد څخه اسلام آباد ته په روان Eـ35 لمبر ټرک كښې د شارټ كټ لامله اور ولګېدو چې په نتيجه كښې ئې په ټرك كښې د ګتې سامان سوزېدل پېل شو۔ د موټروے پولیس د اطلاع په ترلاسه كېدو سمدستي كارروائي پېل كولو سره په اور قابو وموندلو۔ پېښه كښې ټرك ډرائيور سلامت پاتې شو