مولانا فضل الرحمان د 27 اکتوبر ورځ قام انتشار كښې پيدا كولو له منتخب کړې، د هغه ناوړه عزائم اولس ته په ډاګه شوي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان

APP63-01 ISLAMABAD: October 01 – Special Assistant to the Prime Minister for Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet meeting. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پی پی) د وزیر اعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې مولانا فضل الرحمان د 27 اکتوبر ورځ قام انتشار كښې پيدا كولو له منتخب کړې، د هغه ناوړه عزائم اولس ته په ډاګه شوي٬ د (ن) لیګ حالات په هم رامخې ته شوي، شهباز شریف د خپل زړه بھړاس ويستلې، هغه د خپل ورور د خرابو كارونو څخه تنګ راغلې او د حکومت پلو د ملګرتيا لاس وړاندې كول غواړي،حکومت په کرپشن كښې ككړ لاس نه قبلوي، كه څوكه څه ډول ریلیف اخستل غواړي نو عدالتونو ته دې رجوع وكړي۔ يو نجی ټیلی ویژن سره په خپلو خبرو كښې دې ووئيل قام دې يو موټې كيدو سره د مولانا صيب عزائم په ډاګه كړي، قام به په 27 اکتوبر توره ورځ لمانځي۔ دې ووئيل كله چې هم پھ يو قام داسې حالات راشي نو ټول قام يو موټې كېږي ،2014 كښې چې كله پی ټی آئی احتجاج کړې ؤ نو په اسلام آباد كښې دفعه 144 نافذ وه او قانون په حرکت كښې راغلې ؤ اوس به هم په حرکت كښې راځي۔ حالات او واقعات کتلو سره به د هغه وخت د اقدامات پريكړه كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل شهباز شریف نن د زړه بھړاس ويستلې۔دې ووئيل هغه د خپل ورور د خرابو كارونو څخه تنګ راغلې او د حکومت پلو د ملګرتيا لاس وړاندې كول غواړي،حکومت په کرپشن كښې ككړ لاس نه قبلوي، كه څوكه څه ډول ریلیف اخستل غواړي نو عدالتونو ته دې رجوع وكړي۔ حکومت د قانون لاس قوي كول غواړي