قومی ټی 20 کپ كښې نن دوه مېچونه كېږي

اسلام آباد ۔ 17 اکتوبر (اے پی پی) د پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) ترسېوري لاندې قومي ټي 20 كپ كښې نن د جمعې په ورځ دوه مېچونه كېږي۔ اقبال سټیډیم، فېصل آباد كښې روان ټورنامنټ كښې نن د جمعې په ورځ اولنې مېچ به د سېنټرل پنجاب او سدرن پنجاب لوبډلو ترمينځھ كېږي۔ د سېنټرل پنجاب لوبډلې مشري به بابر اعظم او د سدرن پنجاب ډلې شان مسعود كوي۔ هم په دې ورځ به دويم مېچ د خېبر پختونخوا او نادرن لوبډلو ترمينځھ كېږي۔ د خېبر پختونخوا لوبډله به د محمد رضوان او نادرن لوبډله به د عماد وسیم په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ د ټورنامنټ دواړه سيمې فائنلې به د اكتوبر په 23مه او فائنل په 24 مه نېټھ كولې شي