قطبي افغانستان ٬ فضائي بريد كښې 10 طالبان ووژل شول

کابل۔ 15 اکتوبر (اے پی پی) د افغانستان په قطبي ولايت تخار كښې د طالبانو په يوه اجتماع د جنګي الوتكو بريد په نتيجه كښې د 10 طالبانو د وژنې تصديق شوې دې۔ د افغان ځواك بيان لمخې په انټېلي جنس راپور عمل كولو سره د تخار صوبې خواجه بهاؤ الدين اولسوالۍ په كهنه شاخ كلي كښې جنګي الوتكو د طالبانو يوه اجتماع په نښه كړه چې په نتيجه كښې ئې 10 طالبان مړه او 2 ژوبل شول۔ په وژل شويو كښی د طالبانو ځائي كمانډر عبدل علي فاروقي هم شامل دې۔ بلخوا د طالبانو وياند په دې بريد هېڅ تبصره نه ده كړې۔ د تخار سرښار تعلقان د كابل قطبي سيمې پلو 245 کلومیټر لرې دې