قامي لوبډله به په اېشين ټين پن باؤلنګ چيمپئن شپ كښې ګډون كوي

اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي) قامي لوبډله به په اېشين ټين پن باؤلنګ چيمپئن شپ كښې ګډون كوي۔ د پاكستان ټين پن باؤلنګ فېډريشن عمومي سېكتر وئيلي دي چې اووه كسيزه قامي لوبدله به په چېمپئن شپ كښې ګدون كوي۔ چيمپئن شپ به د 20 نه تر 30 اكتوبر په كوېت كښې لېږي چې پكښې به د 16 اسيائي هېوادونو مېنز او وېمنز لوبغاړي ګډون كوي۔ د چيېمپئن شپ كوربتوب كوېت كوي او په نورو لوبډلو كښې پاكستان، هند ، نيوزي لېنډ، فلپائن، ماليزيا ، قطر، متحده عرب امارات، ايران، افغانستان، بحرېن، سعودي عرب، چين، هانګ كانګ، تھائي لينډ او مكاٶ شامل دي۔ قامي لوبډله به په چېمپئن شپ كښې ګدون لپاره د اكتوبر په 19مه نيټه كوېت ته ځي