فضل الرحمان كه د آئين او د سترې محكمې د پرېكړو له مخې چلن وكړي نو مونږ په احتجاج كوم اعتراض نه لرو۔ فواد چوهدري

اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې فضل الرحمان كه د آئين او د سترې محكمې د پرېكړو له مخې چلن وكړي نو مونږ په احتجاج كوم اعتراض نه لرو۔ د خالي په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وفاقي وزير ووئيل چې د مولانا فضل الرحمان د احتجاج په اړه پاليسي واضحه ده۔ احتجاج سياسي حق دے ٬ فضل الرحمان كه د آئين او د سترې محكمې د پرېكړو له مخې چلن وكړي نو مونږ په احتجاج كوم اعتراض نه لرو۔ حكومت به مذاكرات هم كوي خو د مدرسو ماشومان به د چارې په توګه كارولو ته ورنه كړو۔ نه به په احتساب خبره وشي او نه به كوم ښار بند كړې شي۔