غلام رسول ميموريل فټ بال ټورنامنټ كښې به د كرن كلب او فېډرل كلب ډلو ترمينځه (نن) مېچ كېږي

اسلام آباد 18 اكتوبر (اے پي پي)د قائداعظم كلب سيوري لاندې روان غلام رسول ميموريل فټ بال ټورنامنټ كښې به د كرن كلب او فېډرل كلب ډلو ترمينځه مېچ (نن)د خالي په ورځ ماسپخښين درې بجې قائداعظم ګراؤنډ كښې كېږي۔په ټورنامنټ كښې 38 ډلې په ناك آؤټ سسټم برخه اخلي۔7 ډلې پري كوارټرفائنل ته ساتلې شوي چې پكښې روور كلب٬اكبر كلب٬سي ډي اے كلب٬هما كلب٬ايورګين كلب٬قائداعظم كلب٬مهران كلب او د راوي كلب ډلې شامل دي