سوکا ورلډ کپ٬هنګري پاكستان له په 4-1 ګولونو سره ماتې وركړه

ایتھنز ۔ 18 اکتوبر (اے پی پی) د هنګری لوبډلې د سوكا ورلډ كپ 2019ء په يو مېچ كښې پاكستان له ماتې وركړې ده ۔ دې سره پاكستان په مېګا ايونټ كښې پرله پسې په څلورم ځل ماتې وخوړه۔ پاكستانۍ لوبډلې په مېګا ايونټ كښې كوم يو مېچ هم په خپل نوم نه كړې شو۔ د هنګري لوبډلې په غوره لوبه وړاندې كولو پاكستان ته د ګروپ اېچ په يو مېچ كښې د يو په مقابل كښې په 4 ګولونو ماتې وركړه۔ پاکستانۍ لوبډلې د خپل ګروپ اېچ په څلورم او آخري مېچ كښې د هنګري په ضد د ګول يو شمېر يقيني موقعې ضائع كړې۔ د هنګری لخوا هولاؤر، پونکوک، بوګنار او رابولډ د يو ګول سكور كولو سره د خپلې لوبډلې په بريا كښې مهم كردار ترسره كړو