سوکا ورلډ کپ، المانيا پاكستان ته ماتې وركړه

ایتھنز ۔ 17 اکتوبر (اے پی پی) سوکا ورلډ کپ كښې پاكستانۍ لوبډله پرله پسې په درېم ځل ماتې سره مخ شوه چې ورسره د ناك آؤټ پړاؤ زغل څخه بهر شوې۔ المانيا پاكستان ته د سختې مقابلې څخه وروستو 3-2 سره ماتې وركړه چې په نتيجه كښې ئې پاكستان ايونټ څخه بهر شو۔ پاکستانۍ لوبډلې د خپل ګروپ اېچ په درېم مېچ كښې د المان په ضد د ګول يو شمېر موقعې ضائع كړې۔ د پاکستان لخوا محمد وحید دوه ګولونه سكور كړل۔ د المان لخوا اېډیمټ، کیوهلی او رینولډ ګول سکور كولو سره د خپلې لوبډلې په بريا كښې مهم كردار ترسره كړو۔